ایکناخبری اژآنس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان رسندویو وئيلی دي،د ایکو کنټینري اورګاډي په وسیله د شیانو دریمه جوپه،چې لس ورځې مخکې ئې له پاکستانه حرکت کړ یدی،د ایران د اسلامی جمهوریت د ریلی لارې څخه په تیریدا سره دترکیې حدودو ته واردش وی او ټاکل شوې ده ، راتلونکي چارشنبې په ورځې استانبول ته ورسیږي .
داسلام اباد ،تهران او استانبول ترمینځ دایکو د اورګاډي تګ راتګ، د اسلام اباد تهران د ریلي ټرانسپورټ له لارې د شیانو د لیږد د بریالي کړچار ښودنه کوي ،چې له یوې لسیزې دریدا وروسته د ۲۰۲۱کال په دسمبر میاشت کې ئې بیرته حرکت کړی دی .
د پاکستان د ریلوې دچارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ډاون ورځپاڼې سره په خبرو کې ووئيل ، چې د اکو په کنټينري اورګاډي سره د شیانو لیږد زیات شوی دی او ټاکل شوې ده ، په راتلونکو لسو ورځو کې له پاکستانه ایران او ورپسې ترکیې ته څلورمه او پنځمه جوپه هم ولیږدول شي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د ریلوې د چارو وزارت له کویټې څخه تر تفتان پورې (یعنی دایران تر میرجاوې پولې پورې ) ددغه هیواد دسټنډرډ لومړنۍ ریل پټلۍد جوړولو لپآره په پلانونې کار کوي څو بیخ بینائيو جوړښتونه ئې له نړیوالو سټنډرډونو سره سمون وخوري او د ایران له لارې په ترټولو لنډ وخت کې ارزښتمند شیان اروپائي هیوادونو او اسیائي هیوادونو ته منتقل کړئ شي .
د پاکستان ،ایران او ترکیې ترمینځ د اکو کنټینري ریل ګاډی سږکال د لیندۍ دمیاشتې په دیرشمه نیټه د پاکستان د خارجه،سوداګریزو او د ریل د چارو د وزیرانو او دغه راز په اسلام اباد کې د اسلامی ایران د سفیر محمدعلی حسیني په شتون سره له اسلام اباده حرکت پیل کړ او د سامان په بارولو سره د ایران اوترکیې په لور روان شو او دغه کنټينري ریل ګاډی چې له تیرو لسو کلونو راهسې ئې فعالیتونه نه درلودل یو ځل بیا حرکت پيل کړ او تر دې د مه ئې ګټې په اوڅاره توګه رابرسیره شوي دي .د اکو کنټینري ریل ګاډي دغه فاصله شپږ زره پنځه سوه کلومیټره ده چې دوه زره پنځه سوه اویا کلومیټر په ایران کې ، دوه زره کلومیټر په ترکیې کې او کابو یو زر نهه سوه کلومیټر ریل پټلۍ ئې هم د پاکستان په خاورې کې ده چې دغه لاره د سمندري ټرانسپورټي لارې هم ډیره کمه ده او دسړک له لارې به لازیاته کم لګښته او کراره لاره وي .